په کابل کې د نني ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمیره اعلان شوه

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو

724535
په کابل کې د نني ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمیره اعلان شوه

افغانستان د کورنیو چارو وزارت  په پلازمینه کابل کې  د نني ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  په نني  ځانمرګي برید کې  ۸ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده  چې نن  د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې  د کابل د پولیسو د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې  د بهرنیو ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو.

د بله پلوه  د ناټو ویاند  پدې برید کې  د ۳ تنو امریکايي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.. برید د سهار  د ګڼه ګوڼې پر مهال شوی دی چې د همدې امله ملکي وګړو ته پکې د پام وړ مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ویلو ده چې د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو د اعلانولو نه وروسته  دا په بهرنیو ځواکونو لومړنی  ځانمرګی برید دی چې ترسره کیږي. 



اړوند خبرونه