له دندې د لرې كېدلو په اړه د مسعود لومړنى غبرګون

په افغانستان كې د اصلاحاتو او ښې حكومتوالۍ په چارو كې د ولسمشر ځانګړى استازى احمد ضيا مسعود چې تېره شپه له دندې لرې شو، د لومړي ځل لپاره پدې اړه غبرګون وښود.

715423

په داسې حال كې چې د مسعود لرې د لرې كولو پرېكړې په هېواد كې د يو شمېر سياسي مخالفينو غبرګون را پارولى دى، نن سهار نوموړي څرګنده كړه چې ولسمشر غني صلاحيت نه لري چې هغه له دندې لرې كړي.

احمد ضيا مسعود نن په يوې خبري غونډه كې وويل چې د ولسمشرۍ د ټاكنو پر مهال يې د محمد اشرف غني سره يو پروتوكول لاسليك كړى دى چې له مخې يې ولسمشر صلاحيت نه لري چې هغه له دندې ګوښه كړي.

مسعود همداراز څرګنده كړه چې د ولسمشر دا فرمان به ددې سبب شي چې په هېواد كې كورنۍ جګړه پيل شي.

احمد ضيا مسعود چې د احمد شاه مسعود ورور دى په ۲۰۱۴م كال كې د ولسمشر محمد اشرف غني ټاكنيز ټيم سره يو ځاى شو.

اړوند خبرونه