پاكستان ته د بهرنيو چارو د وزارت خبردارى

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پاكستان ته خبرارى وركړ چې د پولې نه د سرغړونو د تكرار په صورت كې په حكومت د خلكو د ګډو رايو سره جدي اقدام وكړي.

706554
پاكستان ته د بهرنيو چارو د وزارت خبردارى

 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پاكستان ته خبرارى وركړ چې د پولې نه د سرغړونو د تكرار په صورت كې په حكومت د خلكو د ګډو رايو سره جدي اقدام وكړي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند شكېب مستغني  نن په يو خبري كنفرانس كې د ډيورند د كرښې په اړه وويل چې دا يو تاريخ بحث او ملي داعيه ده او هېڅ حكومت ددې صلاحيت نه لري چې پدې اړه فيصله وكړي. ددې موضوع فيصله د پولې د دواړو غاړو د خلكو پورې اړه لري.

دا په داسې حال كې ده چې پدې وروستيو ورځو كې د افغانستان په سياسي ډګر كې د ډيورند د كرښې په اړه جنجالونه يو ځل بيا را پورته شوي دي.

په ولسي جرګه كې د  خلكو يو تن استازي او د ملي كنګرې د ګوند مشر لطيف پدرام تېره ورځ څرګنده كړې وه چې ډيورند د دواړو هېوادونو ترمېنځ نړيواله پوله ده او بايد په رسميت وپېژندل شي.

د پدرام دې څرګندونو د ولسي جرګې د نورو استازو سربېره په ټول هېواد كې د يو شمېر خلكو لخوا غبرګون هم راپارولى وو.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند دا هم وويل چې تر هغه پورې چې د پولې په دواړو غاړو كې نسبي امنيت نه وي ټينګ شوى، پدې اړه هر ډول اقدام ناممكن دى. د پولې هغې غاړې ته د پاكستان د اوردو لخوا د سرحدي سرغړونو په پايله كې حالات ترينګلي شوي دي.



اړوند خبرونه