د افغانستان امنیتي ځواکونو د ۶۴ تنو ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړ.
افغان ځواکونو د طالبانو پر خلاف عملیاتو ته زور ورته کړی دی
704985
د افغانستان امنیتي ځواکونو د ۶۴ تنو ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړ.
د بله پلوه طالبانو بیا د غزني په ولایت کې د ملي امنیت د ۴ تنو افسرانو د وژلو ادعا کړې ده.
د افغانستان د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو د روانو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه ۵۴ تنه طالب اورپکي مړه او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دی.
همداشان د افغانستان په شمال کې د تخار په ولایت کې هم د لسو تنو طالب اورپکو د وژلو نه خبر ورکړ شوی دی .
د بله پلوه طالبانو بیا ویلي دي چې د غزني ولایت د ندړو په سیمه کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ۴ تنه افسران وژلي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی