په کابل کې په پوځي روغتون ډله ییز برید له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز پوځي  روغتون د ډله ییز برید له امله  د مړو شمیر د لوړیدو په حال کې ده .

687234
په کابل کې په پوځي روغتون ډله ییز برید له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز پوځي  روغتون د ډله ییز برید له امله  د مړو شمیر د لوړیدو په حال کې ده .

د ترکېې نړۍوال تلویزیون  د ترلاسه کړو شمیرو له مخې  پدې پيښه کې  تر اوسه پورې لږ تر لږه  ۳۰ تنه مړه  او تر ۶۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

نن  د سهار د ۹ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې  یوې ډلې ترهګرو  د پلازمینې کابل  د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې  د سردار محمد داوود خان  په څلور بستریزه پوځي روغتون ډله ییز برید وکړ.

برید کوونکو لومړی  د روغتون په دروازه کې  زوروره چاودنه وکړه او د چاودنې نه وروسته روغتون ته  ننوتل.

برید کوونکو  د روغتون  په دریم ، څلورم او شپږمو پوړولو کې  ځای  ونیو او د هغه ځایه  په بریدونو پیل وکړ.

د برید کوونکو دقیقه شمیره  معلومه نده  خو  ځینو سرچینو بیا  ویلي دي چې  برید د پنځو تنو لخوا شوی دی .

برید کوونکي د ډاکټرانو په جامه کې روغتون ته  ننوتي  دي.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته  د افغانستان ځانګړي ځواکونه  سیمې ته راورسیدل او د برید کوونکو د لمنځه وړو په خاطر يي  په عملیاتو پیل وکړ.

د افغانستان امنیتي سرچینو  د ترکیې ملي نړۍوال  تلویزیون ته ویلي دي  چې  ځانګړو ځواکونو  د روغتون  تر پنځمه پوړه  د ترهګرو نه  تصفیه کړي دي. همداشان  ځانګړي ځواکونه  د پاتو پوړونو د تصفیه کولو  هڅه کوي.

د ویلو ده چې د برید  مسئولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.



اړوند خبرونه