د افغانستان د فراه د ولایت یو تن جګپوړی چارواکی ووژل شو.
طالبانو د فراه ولایت یو چارواکی وواژه
666643
د افغانستان د فراه د ولایت یو تن جګپوړی چارواکی ووژل شو.
د فراه ولایت د خاک سفید د ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق د ماین په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړ
د فراه ولایت د خاک سفید د ولسوالۍ د امنیې قومندان خبري رسنیو ته ویلي دي چې ولسوال عبدالخالق تیره شپه په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړ.
د خاک سفید په ولسوال د برید پړه طالبانو په غاړه اخیستې ده .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د فراه ولایت د خاک سفید د ولسوالۍ ولسوال ددوې په یو تاکتیکي برید کې وژل شوی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی