د عمر متين مېرمن ونيول شوه

د امريكا د سانفرانسيكو په ايالت كې د اورنلاندو په ښار كې پر يو نايټ كلب د تېر كال د بريدګر افغان الاصله امريكايي عمر متين مېرمن د پوليسو لخوا ونيول شوه.

652678
د عمر متين مېرمن ونيول شوه

 

د امريكا د سانفرانسيكو په ايالت كې د اورنلاندو په ښار كې پر يو نايټ كلب د تېر كال د بريدګر افغان الاصله امريكايي عمر متين مېرمن د پوليسو لخوا ونيول شوه.

پر نور سلمان باندې پوليسو تور لګولى دى چې پر نايټ كلب باندې د بريد په برخه كې يې د خپل مېړه سره مرسته كړې ده. پر نوموړې همداراز تور لګول شوى دى چې يوې بهرنۍ ترهګرې ډلې سره مرسته كړې ده.  

 

ويل كيږي چې نور متين  په شمالي كليفرونيا كې نيول شوې، د امريكا د فدرالي څېړنو د ادارې لخوا به فلورېډا ته راوړل شي.

عمر متين د ۲۰۱۶م كال د جون د مياشتې په ۱۲مه نېټه د اورنلاندو په ښار كې پر د همجسنبازانو پر يو نايټ كلب باندې وسله وال بريد كړى وو چې په كې يې ۴۹ تنه وژلي ول او بيا وروسته پخپله هم د پوليسو لخوا ووژل شو.


پيوندونه: #عمر متين

اړوند خبرونه