افغانستان ته د امریکایي سرتېرو د لېږلو په اړه د ‌طالبان غبرګون

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع د وزارت د پرېکړې له مخې د افغانستان د هلمند ولایت ته  ۳۰۰ بحري ځواکونه لېږل کیږي.

646761
افغانستان ته د امریکایي سرتېرو د لېږلو په اړه د ‌طالبان غبرګون

 

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع د وزارت د پرېکړې له مخې د افغانستان د هلمند ولایت ته  ۳۰۰ بحري ځواکونه لېږل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څرګنده کړه چې د هلمند ولایت د ګرمسېر په ولسوالۍ امریکايي ځواکونه اوس هم یوه پټه نظامي هډه لري.

د طالب ویاند ذبېح الله مجاهد د څرګندونو پر اساس په هلمند کې د باستن په نظامي هډه کې اوس هم سلګونه بهرني سرتېري مېشته دي.

مجاهد څرګنده کړه چې امریکایي ځواکونه دا اقدام ددې لپاره کوي چې افغان حکومت ته ډاډګېرنه ورکړي. نوموړی وایي چې زرګونه سرتېري به هم ونشي کولای چې د طالبانو مخه ونیسي.


پيوندونه: #طالبان , #هلمند

اړوند خبرونه