افغان ښځینه پیلوټې نیلوفر رحماني په امریکا کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه

د افغانستان د لومړنۍ ښځینه پيلوټې لخوا په امریکا کې د سیاسي پناه غوښتنې سخت غبرګونونه پارولي دي

638677
افغان ښځینه پیلوټې نیلوفر رحماني په امریکا کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه

د افغانستان لومړنۍ ښځینه پیلوټې  نیلوفر رحماني  چې په امریکا کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې  داځل  د نوي ټاکل شوي ولسمشر  دونالد ترامب او موجود ولسمشر باراک اوباما نه  ددې د غوښتنې د منلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لومړنۍ ښځینه پيلوټه ۲۵ کلنې نیلوفر رحماني چې  د ۱۸ میاشتني هوايي کورس  په خاطر  امریکا ته تللې وه  په نوموړي هیواد کې د سیاسي  پناه  غوښتنه کړې ده .

د نیلوفر رحماني  دې اقدام  په افغانستان کې د حکومت او خلکو  جدي  غبرګونونه پارولي دي.

د بله پلوه  د افغانستان د دفاع وزارت د امریکا نه  د نیلوفر رحماني  د پناه د غوښتنې د ردولو غوښتنه کړې ده .

نیلوفر رحماني  چې لومړنۍ  ښځینه افغان پیلوټه  ده  په ۲۰۱۵ کال کې  د نړۍ د پیاوړې  میرمن  جایزه  ترلاسه کړه. هغه په افغانستان کې د افغان میرمنو لپاره  نمونه د مثال وه چې  په امریکا کې د پناه د غوښتولو سره  افغان میرمنې هم ناهیلې کړي دي.

نیلوفر رحماني  د سي ان ان  تلویزیون سره په خپله وروستۍ  مرکه کې  وویل چې  هیواد ته د ستنیدو سره به يي ژوند په خطر کې وغورځیږي.

همداشان هغې  د امریکا  د نوي ټاکل شوي ولسمشر ترامب او موجود ولسمشر باراک اوباما  نه د هغې د پناه  د غوښتنې د منلو غوښتنه وکړه.

د بله پلوه  د افغانستان د دفاع  د وزارت ویاند  محمد رادمنش  ویلي دي چې  د میرمن  رحماني په روزلو  ډیر زیات لګښت راغلی دی . امریکا باید  هر څه ژر د هغه د پناه غوښتنه رد کړي. هغه ویلي دي چې امریکا د افغان ځواکونو په روزلو په میلیاردونو ډالر په مصرف رسولي .

د یادولو وړ ده چې  د امریکا او نړۍوالې ټولنې  د افغان ځواکونو په روزنې په میلیاردونو ډالر په مصرف رسولي دي . که چیرې  د نیلوفر رحماني په څیر  هر روزل شوی  مسلکي کس  په نورو هیوادونو کې  د پناه غوښتنه وکړي  په افغان ځواکونو لګول شوي  دا مصارفات هیڅ معنا نلري.

نیلوفر رحماني  ادعا کوي چې په هیواد کې په کراتو مراتو  هغه او د هغې کورنۍ په مرګ ګواښل شوي ندي او نشي کولی چې ددینه وروسته دا ګواښونه وزغمي.



اړوند خبرونه