د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د شیعه ګانو په زیارت د خونړي برید طراحان ونیول

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د سترې فاجعې مخه ونیوله

631405
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د شیعه ګانو په زیارت د خونړي برید طراحان ونیول

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  په کابل کې د شیعه ګانو په زیارت  د برید  د اصلي طراحانو د نیولو نه خبر ورکړ .

د ملي امنیت ریاست د عبیدالله په مشرۍ  د داعش ترهګرې ډلې د یوې لس کسیزې ډلې  چې  د محرم  د لسمې په شپه  د کابل  د کارته سخي  په زیارت يي خونړی  برید پلان کړی وو  د نیولو نه خبر ورکړی دی .

د ملي امنیت ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي دي چې  نوموړې ډلې  د شیعه ګانو په زیارت د برید سر بیره  په کابل کې  د رجال برجسته په نامه د ملي امنیت په منسوبینو  هم ځانمرګی برید کړی وو  .

نوموړې ډلې  چې په کابل کې د طلوع ، شمشاد او آریانا  په خصوصي  تلویزیونو سربیره  د دریمې کارته  په جومات  د برید پلان  درلود  خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه د مخه ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاده شوې ډله په کابل کې  د مذهبي  نفاق د رامنځته کولو په خاطر  په دنده ګمارل شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  نیول شوې  ډله  چې په تکنالوژیکو وسایلو سمباله وه  په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم  اعتراف کړی دی او ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې  لپاره يي فعالیت کولو. نیول شوې ډلې په کابل کې په ځانګړې توګه د شیعه ګانو په لویو لویو جوماتونو د بریدونو او د چاودنو د فلمبدارۍ  دنده  درلوده.


پيوندونه: #افغانستان , #داعش

اړوند خبرونه