د تركيې د بشرپالنې او افغان دوستۍ په زړه پورې بېلګه
د كرك كلا د طبي زده كړو روغتون د يو تن معالج ډاكټر په وينا د شديد خونرېزۍ د مخنيوي په موخه بايد په لنډ وخت كې په يو مجهز روغتون كې عمليات شوې واى.
په داسې حال كې چې زرګونه تنه افغان ناقانونه كډوال د يونان او بلغاريا په ګډون د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو كې په ډېرو سختو شرايطو كې بې سرنوشته شپې سبا كوي، په تركيه كې د يوې افغانې كډوالې په اړه په زړه پورې خبر يو ځل بيا د افغانانو پر وړاندې د تركي چارواكو د نېك چلند يوه نمونه وګرځېدله.
د تركيې د كرك كلا په ولايت كې چې انقرې ته څېرمه پروت دى او د يو زيات شمېر ناقونه افغان كډوالو كوربه توب كوي، د آتنا ګلزاري په نامه يوه ۱۵ كلنه ماشومه له دويم پوړه رالوېدلې وه او پښې يې ماتې شوې وې، ابتدايي درملنه يې په سيمه ايز روغتون كې ترسره شوه.
د كرك كلا د طبي زده كړو روغتون د يو تن معالج ډاكټر په وينا د شديد خونرېزۍ د مخنيوي په موخه بايد په لنډ وخت كې په يو مجهز روغتون كې عمليات شوې واى.
د تركيې د روغتيا وزارت ددې افغانې ماشومې د ژوند د ژغورلو په موخه په لنډه وخت كې د امبولانس يوه چورلكه او دوه تنه مختصص ډاكټران روغتون ته ولېږل تر څو آتنا ګلزاري د آدي يمان د ولايت يو مجهز روغتون ته ولېږدوي. پدې ډول ناروغه د چورلكې په واسطه انتقال او په لنډ وخت كې عمليات شوه.
د آتنا ګلزاري روغتيايي حالت اوس ښه دى او د تركي ډاكټرانو د هلو ځلو نه مننه كوي.
د يادولو وړ ده چې په تركيه كې د صحي بيمې پرته درملنه ډېره ګرانه ده. ناقانونه كډوال صحي بيمه نه لري خو د بېړنيو پېښو پر مهال يې ټول لګښت دولت پر غاړه اخلي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی