ولسي جرګې د دوو نورو وزیرانو صلاحیتونه هم سلب کړل.
یواځې د مالیې وزیر محمد اکلیل حکیمی پدې بریالی شو چې د اعتماد رایه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې لخوا د کابینې د وزیرانو استیضاح روانه ده. په ننۍ غونډه کې د مالیې وزیر محمد اکلیل حکیمی، د ترانسپورټ وزیر محمد الله بتاش او د معارف وزیر محمد حنیف بلخي ولسي جرګې ته غوښتل شوي ول چې یو یې هم هلته حاضر نشو. د وکیلانو د یو ساعته مهلت د پای ته رسېدلو نه وروسته د اعتماد د رایې د سلبولو په موخه رایه اچونه وشوه چې د مالیې د وزیر پرته د درې نورو وزیرانو صلاحیت سلب شو.
پدې ډول د معارف وزیر محمد حنیف بلخي د ۲۰۴ رایو نه یواځې ۶۸ مثبې رایې ترلاسه کړلې او ویې نشو کولا چې د ۱۱۸ رایو نصاب پوره کړي.
د ترانسپورټ وزیر محمد الله بتاش هم د ۱۴۲ منفی او ۵۱ مثبو رایو په ترلاسه کولو سره ونشو کولای چې د اعتماد رایه ترلاسه کړي.
یواځې د مالیې وزیر محمد اکلیل حکیمی پدې بریالی شو چې د اعتماد رایه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ټولګټو چارو وزیر محمود بلیغ او د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل هم ونشو کولای چې د پارلمان رایه ترلاسه کړي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی