د بګرام په هوايي ډګر کې چاودنه وشوه

د بګرام هوايي ډګر کې چاودنه ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

609156
د بګرام په هوايي ډګر کې چاودنه وشوه

د افغانستان پلازمینې  کابل  شمال کې  د  امریکايي ځواکونو تر ټولو  په سترې مرکز د بګرام  په  هوایي ډګر  کې  چاودنه وشوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې  چاودنه  د سهار په وختي‌ ساعتونو کې  شوې ده .

په پیښه  کې  د ۳ تنو د وژل کیدو  او ۱۳ تنو نورو  د ټپي  کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د بله پلوه په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو  هم  د نوموړې  چاودنې  پخلی کړی دی.

په افغانستان کې  د میتشو ناټو ځواکونو لخوا په خپره شوې  خبرپاڼه کې  ویل شوي‌ دي‌ چې  نن  د نوامبر ۱۲ مه د سهار د پنځه نیمو بجو په شاوخوا کې  د بګرام په هوايي ډګر کې چاودنه وشوه.

ناټو  ویلي‌ دي‌ چې  پدې  چاودنه کې ځاني‌ زیانونه اوښتي‌ دي‌ . ناټو  سازمان  دا ندي‌ ویلي‌ چې  د پیښې  قربانیان څوک  او د کوم هیواد وګړي‌ دي.

ناټو  ویلي‌ دي‌ چې  د پیښې په اړه به نور  معلومات  وروسته خپاره کړي.



اړوند خبرونه