د ګلاب منګل لومړني اجراات
وروسته له هغه چې د سرحدونو او قبايلو د چارو پخواني وزير محمد ګلاب منګل د ننګرهار د والي په توګه په دنده پيل وكړل، لومړني اجراات يې د يو مقام لرې كول ول.
595285
د رسنيو د معلوماتو پر اساس ګلاب منګل د خپلې دندې په لومړنيو لسو ساعتونو كې د تورخم ښاروال له دندې ګوښه او عدلي اورګانونو ته يې معرفي كړ.
د را رسېدلو معلوماتو پر اساس حميد الله چې په تورخم كې لوړپوړى چارواكى دى، د خپلې دندې نه د ناوړه ګټې پورته كولو او د خلكو د شكايتونو په پايله كې د والي لخوا له دندې لرې شوى دى.
ګلاب منګل تېره ورځ د وينا پر مهال وويل چې په ننګرهار كې به يې د دندې اصلي برخه د فساد سره مبارزه جوړي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی