په تركمنستان كې د افغان ډيپلوماټانو مړينه

د تركمنستان د مرو په ښار كې د افغان جنرال قونسلګرۍ دوه تنه ډيپلوماټان په يوې ترافيكي پېښه كې وژل شوي دي.

589058
په تركمنستان كې د افغان ډيپلوماټانو مړينه

 

د تركمنستان د مرو په ښار كې د افغان جنرال قونسلګرۍ دوه تنه ډيپلوماټان په يوې ترافيكي پېښه كې وژل شوي دي.

د بهرنيو چارو د وزارت د خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس شفيق الله شفق او احمد فارسي فارسي تېره ورځ په يوې ټرافيكي پېښه كې ووژل شول.

شفيق الله شفق لومړى سكرتر او د قونسلګرۍ سرپرست وو. احمد فارسي فارسي بيا دريم سكرتر وو.

د بهرنيو چارو وزارت د تسليت په يو پيغام كې د دواړو ډيپلوماټانو د مړينې له امله خواشيني څرګنده كړې ده.

دا په داسې حال كې ده چې د ترافيكي پېښې په اړه جزييات نه دي خپاره شوي.



اړوند خبرونه