د ملي دفاع د وزارت د چورلكې سقوط

د افغانستان د بغلان په ولايت كې د وسله وال پوځ د يوې چورلكې د سقوط په پايله كې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول.

585925
د ملي دفاع د وزارت د چورلكې سقوط

 

د دفاع د وزارت د وياند دولت وزيري د معلوماتو پر اساس دا مي – ۱۷ ډوله چورلكه چې د بغلان د ولايت د قورګهن تپې په سيمه كې يې امنيتي پوستې ته لوژيستيكي مواد وړل د تخنيكي ستونزې له امله لوېدلې ده.

د بله پلوه طالبانو ادعا كړې ده چې دا چورلكه د دوى د اورپكو لخوا ويشتل شوې ده.


پيوندونه: #طالبان , #بغلان

اړوند خبرونه