۷ تنه افغان افسران په امریکا کې د عسکري هډو نه تښتیدلي دي

۷ تنه  افغان افسران چې  د عسکري زده کړو په موخه امریکا ته استول شوي وو  په نوموړي هیواد کې لادرکه شوي دي.

578352
۷ تنه افغان افسران په امریکا کې د عسکري هډو نه تښتیدلي دي

۷ تنه  افغان افسران چې  د عسکري زده کړو په موخه امریکا ته استول شوي وو  په نوموړي هیواد کې لادرکه شوي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نوموړي ۷ تنه افغان افسران  په امریکا کې  د عسکري کمپونو نه  تښتیدلي دي.

د امریکا  د دفاع وزارت پنټاګون  هم  د افغان افسرانو د تښتیدو  پخلی کړی دی. پنټاګون ویاند پاتریک ال اوانس  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د روانې میاشتې په دننه کې  ۷ تنه افغان افسران چې د عسکري زده کړو په موخه امریکا ته راغلي وو  لا درکه شوي دي.

هغه ویلي دي چې  د نوموړو ۷ تنو نه  ۴ تنه يي پرته ددې چې  چاته خبر ورکړي  د رخصتۍ  په ورځ تښتیدلي دي. همداشان ۳ تنه نور بیا د سپټمبر په ۱۷ او ۱۸ مو نیټو  د اوونۍ  د پای  د رخصتۍ  پر مهال  لا درکه شوي دي.

په خبر کې راغلي دي چې  نوموړي سرتیري  د امریکا  د جلا جلا عسکري هډو او کمپونو نه تښتیدلي دي. د نوموړو له جمع دوه تنه  د جورجیا په ایالت کې  د فورت  د کمپ نه ، یو تن  د لیتل راکس ارکانساس  د نظامي هډې نه  یو تن هم  د ویریجینیا د لي  د کمپ نه  تښتیدلی دی.

د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل ندی چې  په امریکا کې  افغان افسران  تښتي او یا لادرکه کیږي.

ددینه وړاندې هم  څو ځله افغان افسران چې  د عسکري زده کړو په موخه امریکا ته استول شوي وو  د کمپونو نه  تښتیدلي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت بیا د مسلې په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه