د حكمتيار سره د حكومت نوى هوكړه ليك
ويل كيږي چې د افغانستان د حكومت او حزب اسلامي ترمېنځ پر نوي هوكړه ليك دواړه خواوې سلا شوي دي او ډېر ژر به لاسليك شي.
د بي بي سي لخوا د ترلاسه شوي نوي هوكړه ليك له مخې حكومت مكلف دى چې د حزب اسلامي مشر حكمتيار ته قضايي مصونيت وركړي.
ددې هوكړه ليك پر اساس د حزب اسلامي سره د تلپاتي اوربند په پايله كې به افغان دولت ددې د ګوند مشرانو لپاره د قضايي مصونيت په برخه كې ضمانت وكړي.
دا هوكړه ليك چې په درې فصلونو او ۲۶ مادو كې تنظيم شوى دى لاندې مهم مواد ځاى لري.
- افغان دولت به هڅه وكړي چې د ګلبدين حكمتيار په ګډون ددې ګوند د يو شمېر استازو نومونو د ترهګرۍ د نړيوال تور ليست نه د ويستلو په موخه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا سره خبرې اترې وكړي.
- حزب اسلامي به په هېواد كې د يو مشروع سياسي ګوند په توګه ومنل شي او د قانون سره سم به سياسي فعاليت وكړي.
- حكمتيار به د `جهادي رهبر` په صفت د ولسمشر لخوا د يو ځانګړي فرمان په اساس د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ كې ونازول شي.
- د حزب اسلامي د ټولو زندانيانو د خوشې كولو لارې چارې به پيل شي. همداراز حزب به ددې ضمانت وكړي چې خوشې شوي بنديان بېرته په وسله وال مخالفت لاس پورې نه كړي.
- دولت به هڅه وكړي چې ددې ګوند غړو او پلويانو ته په افغانستان كې د اوسېدو لپاره زمينه برابره كړي.
- حزب اسلامي به خپله نظامي څانګه منحل كړي خو دا لا څرګنده نه ده چې دا ګوند به خپلې وسلې چا ته سپاري.
- يو ګډ كميسيون به د دولت او حزب اسلامي ترمېنځ د تلپاتي اوربند د عملي كولو څارنه پر غاړه ولري.
- ګلبدين حكمتيار او نورو مشرانو ته به په افغانستان كې د اوسېدو ځانګړي امكانات برابر شي او معقول لګښت به ورته د دولت لخوا وركړل شي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی