د دفاع وزارت په مخ كې چاودنه او ځانمرګى بريد

په كابل كې د ملي دفاع د وزارت د دروازې مخې ته يوه چاودنه او يو ځانمرګى بريد شوى دى.

565615
د دفاع وزارت په مخ كې چاودنه او ځانمرګى بريد

 

د لومړنيو معلوماتو له مخې د دفاع د وزارت ورودي دروازې ته نږدې د مرادخانۍ په سيمه كې ددې وزارت د منسوبينو د را وتلو پرمهال د دوو چاودنو غږ اورېدل شوى دى.

ددې وزارت د خبري سرچينو د معلوماتو په اساس چاودنه د مازديګر په شاوخوا ۱۵:۴ بجو د مراد خانۍ په سيمه كې شوې ده.

په چاودنو كې چې يوه يې د ځاى پر ځاى شوو چادېدونكو موادو او بله يې د ځانمرګي بريد په پايله كې رامنځته شوي دي  لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او تر ۱۳ تنو زيات ټپيان شوي دي.

ويل كيږي چې لومړى چاودنه شوې ده چې سيمې ته د روغتيايي پرسونل او امنيتي ځواكونو د ورتګ نه وروسته ځانمرګي بريد كوونكي هم ځان چاودولى دى.

طالبانو د بريد پړه منلې ده.



اړوند خبرونه