د امريكا په فلورېډا كې درنده چاودنه

د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا په ايالت كې د فضايي څېړنو په يو مركز كې درنده چاودنه شوې ده.

563515
د امريكا په فلورېډا كې درنده چاودنه

 

 

د لومړنيو معلوماتو له مخې دا چاودنه د كېنېډي د فضايي څېړنو په مركز كې د يو لړ آزمېښتونو پر مهال شوې ده.

په مركز كې د يو فضايي توغندي د چاودنې په پايله كې سيمه ايزه په ټوليزه توګه ويجاړه شوې ده. د چاودنې له امله پورته شوې لوخړې د څو كيلو مترو لرې واټنه هم د ليدلو وړ دي.

د اسوشيټېډت پرس د خبري آژانس د معلوماتو پر اساس چاودنه دومره زوروره وه چې څو كيلومتره لرې ودانۍ هم لړزېدلي دي.

د امريكا د فضايي څېړنو د ادارې ناسا لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې چاودنه د SpaceX د شركت اړوند د يو توغندي د چاودېدلو په پايله كې رامنځته شوې ده.

په پېښه كې د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.

نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه: #چاودنه

اړوند خبرونه