طالبانو د دوو تنو بهرنيانو ويډيو خپره كړه.

طالبانو داسې يوه ويډيو خپره كړې ده چې په كې دوه تنه بهرنيان چې پخوا يې تښتولي ول ليدل كيږي.

562784
طالبانو د دوو تنو بهرنيانو ويډيو خپره كړه.

 

 

په ويډيو كې يو تن كاناډايى او د هغه امريكايۍ مېرمن ليدل كيږي چې د خپلو هېوادونو د چارواكو غوښتنه كوي چې نوموړي له بنده خوشې كړي.

د طالبانو لخوا نيول شوي كسان وايي چې كه چېرې افغان حكومت د طالبانو د اعدام حكمونه عملي كړي نو دوى او ماشومان به يې د اورپكو لخوا ووژل شي.

د بله پلوه د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت چارواكو پرون د سې شنبې په ورځ وويل چې د ويډيو په اړه يې څېړنې پيل كړي دي.

د جاشوا بويل او كېټلن كولمن په نامه جوړه چې په ۲۰۱۲م كال كې د طالبانو لخوا تښتول شوي دي د امريكا او كاناډا د حكومتونو نه غوښتنه كوي چې پر افغان حكومت فشار راوړي تر څو د  طالب اورپكو د اعدام د سزاګانو د عملي كولو مخه ونيسي.

دا جوړه په ۲۰۱۲م كال كې هغه مهال ونيول شوه چې غوښتل يې د منځنى آسيا د هېوادونو نه ليدنه وكړي. دوى د روسيې له لارې قزاقستان، قرغېزستان او بيا تاجكستان ته تللي ول چې وروسته بيا افغانستان ته يې سفر وكړ.

ويل كيږي چې د طالبانو په بند كې يې يوه لور هم شوې ده چې اوسمهال ۲ كلنه ده.

افغان حكومت پدې  اړه غبرګون نه دى ښودلى.



اړوند خبرونه