ترکیې د افغانستان د ملي اردو ۱۰۹ تنه ښځینه افسرانې وروزلې

د افغانستان د ملي اردو ۱۰۹ تنه ښځینه افسرانو په ترکیه کې د ۱۳ اونیو عسکري تعلیم نه وروسته د فراغت سندرونه ترلاسه کړل

559464
ترکیې د افغانستان د ملي اردو ۱۰۹ تنه ښځینه افسرانې وروزلې

 ترکیه  د افغانستان سره  د بیارغونې  او په خپلو خپو  د دریدو په خاطر  مرستو او همکارۍ ته دوام  ورکوي.

ترکیه  د افغانستان یواځې د بیا رغونې  په برخه کې  نه  بلکې مسلکی کدرونو د روزنې په برخه کې هم همکاري او مرسته کوي.

د ترکیې وسله وال پوځ  د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په چوکاټ کې  د نوموړي هیواد  ۱۰۹ تنه  ښځینه افسرانې  وروزلې.

د افغانستان د ملي اردو دا ۱۰۹ تنه ښځینه افسرانې  د ترکېې  د وسله وال پوځ د انتالیا  په دریم  پیاده تعلیمي لوا  قومندانۍ کې  ورزول شوې.

د ویلو ده چې  نوموړو ۱۰۹ تنو ښځینه  افسرانو  د ۱۳ اوونۍ  مسلکي تعلیم  نه وروسته  د فراعت  سندونه  ترلاسه کړل.

نوموړو ته  د عسکري اساسي  زده کړو په چوکاټ کې  د نظم او دسپلین، یو په یو محاربې ، تخنیکي  او مسلکي ډول سره  د نشان زنۍ  او ډزې کول، روغتیا، ځان ساتنې، لومړنیو مرستو ، شپنیو عملیاتو ، تعرض  او د ځان نه  د دفاع په برخو کې تعلیم  ورکړ شو.

د ۱۳ اونیو  تعلیم  او  اساسي زده کړو نه وروسته  نوموړو  ۱۰۹ تنو افسرانو ته  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  د فراغت سندونه ورکړل شول.

د ویلو ده چې پدې مراسمو کې  د انتالیا والي ښاغلي منیر قره اوغلو، وسله والو پلوو ځواکونو د تعلیم او اصولو قومندان  ډګر جنرال طاهر باقراوغلو او د افغانستان  د ملي دفاع وزارت د پلان  ریس  ډګرجنرال  اقبال علي نادري یو زیات شمیر نورو چارواکیو ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې  د نوموړو ۱۰۹ تنو افسرانو  نه  په عالي او لومړۍ درجه  فراغې شوې بصیره محمدي  ته د فراغت سند  د انتالیا  والي، په دویمې درجې  فارغې شوې فریده میرزاد ته  د ترکیې د پلو ځواکونو د پلان او اصولو قومندان ډګرجنرال طاهر باقر اوغلو او په دریمه درجه فارغې شوې  فاطمې رضايي ته  د فراغت سند د افغانستان د دفاع وزارت د پلان ریس  ډګر جنرال نادري اقبال علي لخوا ورکړ شو.

د ویلو ده چې  نوموړو ۱۰۹ تنو  افغان ښځینه افسرانو  لومړی  لوړه وکړه او وروسته يي د فراغت  سندونه ترلاسه کړل.

په عالي درجه فارغې شوې  بصیره محمدي  د ۱۰۹ تنو ښځینه افسرانو په استازیتوب  په وینا کې وویل چې « پدې ۱۳ اوونیو کې مو  ډیر زیات شیان  او مهمې  موضوع ګانې  زده کړې. د کورس  نه  د مخه  او نن  ورځ  ترمنځه  په ځان کې جدي توپیر ګورو. هغه وویل چې  په ترکیه کې تعلیم  سره  مو ډیر څه زده کړل. انشاالله چې ددې تعلیم  سره  به په خپلو هیواد کې  لا په ښه توګه د خدمت  جوګه شو.

د یادولو وړ ده چې  د افغانستان په ملي اردو کې د ښځینه  عسکرو  او افسرانو شمیره  ډیره کم رنګه ده.

افغانستان غواړي چې  دا شمیره  لوړه  او ښځو ته په امنیتي برخو کې فعاله ونډه ورکړي.



اړوند خبرونه