په هلمند كې د امريكايي سرتېري وژل كېدل

د افغانستان په سوېل كې د هلمند په ولايت كې د سرك پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاوېدونكو موادو د چاودنې په پايله كې يو تن امريكايي سرتېرى وژل شوى دى.

557866
په هلمند كې د امريكايي سرتېري وژل كېدل

 

په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو قوماندان جنرال جان نيكلسن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يو تن سرتيري وژنه تاييد كړه.

دا پېښه د لشكرګاه ښار ته نږدې  د افغان او امريكايي ګډو ځواكونو لخوا د طالبانو پر وړاندې د عملياتو پر مهال رامنځته شوې ده.

د وژل شوي سرتيري د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

هلمند د افغانستان د ناامنو لايتونو د جملې نه شمېرل كيږي چې پدې وروستيو كې د طالبانو د بريدونو د ګواښ سره مخامخ دى.



اړوند خبرونه