په نورستان كې دوه ځانمرګې نجونې

د افغانستان د دفاع د وزارت د خبري سرچينود معلوماتو پر اساس دوه تنه نجونې چې د ځانمرګي بريد لپاره يې واسكټونه پر غاړه ول د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې وژل شوي دي.

552122
په نورستان كې دوه ځانمرګې نجونې

 

د افغانستان د دفاع د وزارت د خبري سرچينود معلوماتو پر اساس دوه تنه نجونې چې د ځانمرګي بريد لپاره يې واسكټونه پر غاړه ول د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې وژل شوي دي.

پدې اړه په خبر پاڼه كې راغلي دي چې په سيمه كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې ۲۷ تنه اورپكي وژل شوي دي چې دوه تنه يې هغه نجوني دي چې د ځانمرګي بريد لپاره يې واسكټونه پر غاړه ول.

پدې عملياتو كې ۳۷ تنه نور هم ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال كې ده چې د طالبانو په ګډون د دولت مخالفو وسله والو ددې عملياتو په  اړه څه نه دي ويلي.

د نورستان ولايت يو د هغو نارامو ولايتونو د جملې نه شمېرل كيږي چې په كې د طالب اورپكو فعاليت زيات دى.



اړوند خبرونه