د هلمند د امنيې پر قوماندان بمي بريد

د هلمند ولايت د امنيتي د قوماندان د سپرلۍ موټر د سرك پر غاړه پر ځاى پر ځاى شوي ماين باندې ختلى دى.

551740
د هلمند د امنيې پر قوماندان بمي بريد

 

 

د لومړنيو رپوټونو له مخې  د امنيې قوماندان آقا محمد په بريد كې ټپي شوى دى.

د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي وويل چې په بريد كې لږ تر لږه ۳ تنه نور پوليسان هم ټپيان شوي دي.

دا پېښه په داسې حال كې پېښيږي چې د هلمند ولايت د امنيتي چارو په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

طالبانو تېره اونۍ ددې ولايت د ناوې ولسوالۍ نيولې وه او پر نورو ولسواليو باندې يې هم بريدونه پيل كړي دي.


پيوندونه: #هلمند , #بريد

اړوند خبرونه