په كابل كې د دوه پروفيسورانو تښتونه

په كابل كې د امريكا د متحدو ايالتونو د يو پوهنتون استاد د خپل يو استراليايي همكار سره يو ځاى د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوي دي.

547247
په كابل كې د دوه پروفيسورانو تښتونه

 

 

د كورنيو چارو د وزارت د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس دواړه استادان تېر ماسخوتن نامعلومې لورې ته تښتول شوي دي.

ويل كيږي چې دواړه په كابل كې په امريكايي پوهنتون كې استادان ول چې د ساتونكو پرته په چكر وتلي ول. استادان د دارالامان په سيمه كې تښتول شوي دي.

د بله پلوه د امريكا د بهرنيو چارو وزارت هم ددې خبر پخلى كړى دى خو د لا زياتو معلوماتو له وركولو يې ډډه كړې ده.

دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې يوه هندۍ مېرمن هم تښتول شوې وه چې بېرته خوشې شوه.


پيوندونه: #افغانستان , #كابل

اړوند خبرونه