د کابل د خاکجبار په سیمه کې د پولیسو په جګپوړي چارواکي خونړی برید وشو

د افغانستان د پولیسو یو تن جنرال په چاودنه کې ووژل شو

546196
د کابل د خاکجبار په سیمه کې د پولیسو په جګپوړي چارواکي خونړی برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د لوګر ولایت  د عامه نظم د پولیسو قومندان  جنرال ستار هاشمي  په موټر خونړی  برید وشو.

پیښه پرون شپه    د کابل  د خاکجبار په سیمه کې رامنځته شوې ده. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د عام نظم د پولیسو   په قومندان  عبدالستار هاشمي  هله برید وشو چې د لوګر نه د کابل پر لورې روان وو.

په برید کې  د هغه سربیره  ۴ تنو پولیسو هم ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د لوګر د والي ویاند  سلیم  صالح خبري رسنیو ته ویلي دي چې  تیره شپه د کابل د خاکجبار په سیمه کې  د عامه نظم پولیسو قومندان جنرال عبدالستار هاشمي  په موټر چاودنه وشوه چې له امله يي د هغه سربیره  ۴ تنو پولیسو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برید مسولیت طالبانو په اړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند  ذبیح الله مجاهد  د ټولنیزې مډیا ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  جنرال ستار هاشمي د ۴ تنو پولیسو ته په چاودنه کې ووژل شو.   



اړوند خبرونه