د اختر په ورځ ځانمرګى بريد
د افغانستان په شمال كې د سرپل په ولايت كې د يو ځانمرګي بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د افغانستان په شمال كې د سرپل په ولايت كې د يو ځانمرګي بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دا پېښه نن سهار ددې ولايت د سنچارك په ولسوالۍ كې رامنځته شوه.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وويل چې د بريد هدف ددې ولايت يو تن پخوانى جهادي قوماندان رحيم ايوبي وو. په بريد كې نوموړي ته زيان نه دى رسېدلى خو د ايوبي د كورنۍ ۵ تنه غړي وژل شوي دي.
په ځانمرګي بريد كې د جهادي قوماندان دوه زامن او دوه ورېرونه وژل شوي او تن نږدې خپلوان يې ټپي شوى دى.
ويل كيږي چې بريد د ايوبي د سپرلۍ پر موټر ترسره شوى دى. د بريد پر مهال نوموړى په موټر كې نه وو. هغه هديرې ته تللى وو.
تر اوسه پورې د طالبانو په ګډون هېڅ يوې ډلې ددې بريد مسوليت نه دى منلى.
رحيم ايوبي د جمعيت اسلامي د ګوند غړى او په سرپل كې مهم قوماندان دى چې د مخالفينو سره په وسله وال جګړه كې رول لري.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی