ددې دواړو انځورنو ترمېنځ توپير څه دى؟

لومړى يې ټول پېژنئ. عمر متين نوميږي. د تېرې يكشنبې په شپه يې د امريكا د فلورېډا په ايالت كې  همجنسبازانو پر نايټ كلب بريد وكړ او ۴۹ تنه ملكي وګړي يې ووژل. دويم يې بيا ...

511864
ددې دواړو انځورنو ترمېنځ توپير څه دى؟

 

دې دواړو انځورونو ته ښه وګورئ. ظاهراً له يو بله ډېر توپير لري. لومړى يې افغان الاصله امريكايى او بل يې په خټه امريكايى دى. لومړى يې مسلمان او بل يې عيسوي دى. د پوستكي رنګ، د سترګو رنګ او د ويښتانو رنګونه يې له يو بل سره هم ژور توپير لري. كورنى ماحول او كلتوري ارزښتونه هم متفاوت دي. حتى نومونه يې هم له يو بل سره توپير لري. لومړى يې عمر متين او دويم يې ډېلن روف نوميږي.

ددې ټولو سره سره يو بل ته ډېر ورته هم دي. په اصل كې د معنى او مفهوم له پلوه له يو بله هېڅ توپير نه لري. ددې ورته والي د ليدلو لپاره ځېركې سترګې او پر حقانيت ولاړ سياسي دريځ ته اړتيا ده.

لومړى يې ټول پېژنئ. عمر متين نوميږي. د تېرې يكشنبې په شپه يې د امريكا د فلورېډا په ايالت كې  همجنسبازانو پر نايټ كلب بريد وكړ او ۴۹ تنه ملكي وګړي يې ووژل.

دويم يې بيا د يو كال وړاندې خبري څېره ده. ډېلن روف تېر كال د شمالي كارولاينا په ايالت كې پر يوې يكشنبې د تورپوستو په يوې كليسا بريد وكړ. پر عبادت بوخت ۹ تنه تورپوستي يې ووژل. هغه هم د پوليسو لخوا لكه د عمر متين په څېر ووژل شو.

د دواړو بريد كوونكو پر وړاندې د لويديځو خبري رسنيو او چارواكو غبرګون بيا له يو بله  توپير درلود.

عمر متين د ټولې نړۍ لخوا سمدستي ترهګر اعلان شو. ټولو پرې د داعش د ترهګرې ډلې سره د اړيكو تور ولګولو.  دا ځكه چې افغان وو او مسلمان وو.

د بله پلوه ډېلن روف چې پخوا هم د تورپوستو پر وړاندې د نفرت سره شهرت درلود د پېښې نه وروسته نه يواځې دا چې ترهګر ورته ونه ويل شو، بلكې ځينو يې دا عمل د تقبېح پر ځاى تقدير كړ. د بېلګې په ډول د ايالت والي روف يواځې `` شوخ  او نشه ماشوم وباله.

اوس پوښتنه دلته ده چې د متين او روف ترمېنځ  توپير په څه كې وو؟

د متين لپاره د ترهګر كلمه ددې لپاره كارول كيږي چې د عادي امريكايانو او نورې نړۍ پاملرنه بې لورې ته جلب كړي او له هېواده بهر دښمن يې پاملرنه شي. ددې لپاره چې په هېواد كې دننه اصلي دښمن ته يې پام نشي.

كه چېرې روف هم ترهګر اعلان شي نو دا به د امريكا په زيان وي. ځكه چې د امريكا په تاريخ كې توكمپالنه او د تورپوستو سره ناوړه چلند يوه توره پاڼه ده.

د غميزو پر وړاندې دوه مخى چلند خطرناك او خپل پښه په تېشې وهل دي.



اړوند خبرونه