په بغلان کې د ماین په چاودنه کې یوه کورنۍ له منځه ولاړه

د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې د ملکي وګړو د سپرلۍ په موټر د ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۱ تنه ووژل شول

494968
په بغلان کې د ماین په چاودنه کې یوه کورنۍ له منځه ولاړه

د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې  د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۱۱ تنو غړیو ژوند د لاسه ورکړ.

د بغلان ولایت  امنیتي سرچینو  ویلي دي چې  د قیصر خیلو په سیمه کې د ملکي وګړو په موټر  چاودنه وشوه.

د بغلان ولایت د امنیتي سرچینو  د خبر له مخې  پیښه  پرون  د جمعې په ورځ  رامنځته شوه.

ویل کیږي  د ملکي وګړو د سپرلۍ  موټر  په لاره کې په ځای په ځای شوي ماین  وخوت  او چاودنه رامنځته شوه. په پیښه کې  د یوې کورنۍ ۱۱ تنه غړي چې  پنځه تنه يي ماشومان او ۲ تنه يي ښځې دي  وژل شوي او درې تنه هم ټپیان دي.

امنیتي سرچینو د پیښې پړه په طالبانو اچولې ده او ویلي دي چې  طالبانو  څو ورځې د مخه  د سیمه ایزو پاڅون کوونکو په قرارګاه  د برید نه وروسته  سیمې  نیولې وه چې کیدای شي په همدې موده کې په سیمه کې ماینونه ځای په ځای کړي وي.

طالبانو بیا په سیمه کې  د ماینونو د خښولو او د نوموړې چاودنې په اړ څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه