په کندوز کې په طالبانو د بې پیلوټه الوتکو ستر ګوزار

د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې په طالبانو د ترسره شوي برید له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي

492445
په کندوز کې په طالبانو د بې پیلوټه الوتکو ستر ګوزار

د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې د ناټو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه  ۲۰ تنه طالبان  وژل شوي دي.

د کندوز ولایت د امنیې قومندان جنرال قاسم جنګل باغ د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې  د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ د ملاقلي په سیمه کې  د ناټو د بې پیلوټه الوتکو  د برید په پایله کې  لږ تر لږه  ۲۰ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.

جنرال جنګل باغ ادعا کړې ده چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو د سیمې ځیني مهمې څیرې او مشران هم  شتون لري.

طالبانو د نوموړي هوايي برید او ورته  د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې  یوه اوونۍ د مخه هم  د کندوز ولای د چهار درې په ولسوالۍ کې  په بریدونو کې ۱۲ تنه طالب اورپکي وژل شوي وو.



اړوند خبرونه