تركيه د ټولو مظلومانو لپاره د امېد دروازه ده

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل كه څه هم تركيه د اور په دايره كې را ګېر ده خو د روښانه او با ثباته راتلونكې پر لور چټګ ګامونه پورته كوي.

486400
تركيه د ټولو مظلومانو لپاره د امېد دروازه ده

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل كه څه هم تركيه د اور په دايره كې را ګېر ده خو د روښانه او با ثباته راتلونكې پر لور چټګ ګامونه پورته كوي.

اردوغان چې پرون د هېواد په ختيځ كې د ملاتيا د ولايت مشرانو ته د يوې غونډې په ترڅ كې وينا اوروله څرګنده كړه چې هېواد يې د ۲۰۲۳م كال د اهدافو د عملي كولو لپاره چې د جمهوريت د سلمې كليزې سره اړخ لګوي په خپل ټول توان سره هلې ځلې كوي.

د اردوغان په وينا ``د سيمه ايزې بې ثباتۍ له امله تركيه د مظلومو انسانانو د امېد دروازه ده. دا دروازه به هېڅكله هم د دوى پر مخ و نه تړل شي.``

ولسمشر زياته كړه چې تركيه د سيمه ايزو ناخوالو سره سره د اقتصادي پلوه د پرمختګ په حال كې ده.



اړوند خبرونه