په کابل کې د پولیسو یو بل چارواکی هم له دندې ګوښه شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت داځل د پولیسو د ۱۳مې حوزې امر له دندې ګوښه کړ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ځل د کابل د پولیسو د ۱۳مې حوزې امر د پارلمان په ودانۍ د راکټي بریدونو له امله له دندې ګوښه کړ.
د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ د کابل د ۱۱مې حوزې امر د یادې شوې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې له امله له دندې ګوښه کړی وو.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کابل د پولیسو د ۱۳مې حوزې امر د پارلمان په ودانۍ د راکټي بریدونو له امله له دندې ګوښه کړ شو.
هغه زیاته کړې ده چې ددې پیښې په تړاو ۴ تنه نور چارواکي هم له دندو ګوښه شوي دي او د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.
دانش ویلي دي چې دا کسان پخپله د کورنیو چارو د وزارت د مقام لخوا له دندو ګوښه شوي دي. د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې د وزارت مقام پریکړه کړې ددېنه وروسته په هره سیمه کې چې امنیتي پیښه رامنځته کیږي د هغه سیمې د پولیسو مسولین به له دندو ګوښه کړي.
د یادولو وړ ده چې دوه ورځې د مخه د کابل د دارالامان په سیمه کې د ولسي جرګې په نوې ودانۍ ۴ راکټي بریدونه وشول چې له امله يي چاته ځاني زیان ندی اوښتي.
راکټونه د ولسي جرګې د ودانۍ ترڅنګ غورځیدلي وو.
د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی وو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی