په افغانستان کې داعشیان دا ځل د خپلو چاودیدونکو توکو ښکار شول
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په داعشیانو خپل چاودیدونکي توکي وچاودیدل
د افغانستان په ختیځ د ننګرهار په ولایت کې د داعش ۱۲ تنه جنګیالي د خپلو چاودیدونکو توکو ښکار شول.
په ننګرهار ولایت کې د پوځ ویاند شرین اقا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د اچین ولسوالۍ د مزده کي په دره کې د داعش ترهګرې ډلې په جنګیالیو خپل چاودیدونکي توکي وچاودیدل. هغه ویلي دي داعش جنیګالیو چې په افغان ځواکونو د برید هوډ درلود د خپلو چاودیدونکو توکو ښکار شول.
پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه داعشیان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د داعش ترهګرې ډلې د اصلي مرکز په توګه یادیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت په ځانګړې توګه د اچین ولسوالۍ د داعش د شر نه د خلاصولو په خاطر څو ځله پراخه تصفیوي عملیات پیل او په سلګونو تنه داعشیان يي له منځه وړي دي. خو دا چې یاده شوې ولسوالۍ د افغانستان او پاکستان په پولو کې پرته ده ترهګر د عملیاتو پرمهال د سیمې نه د پولې هغه لوري ته اوړي او وروسته بیرته سیمې ته رااوړي.
داعش په افغانستان کې د تیر کال په اوایلو کې په فعالیت پیل کړی او خپلو ترهګریو فعالیتونو د لمنې د غوځولو هڅه کوي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی