طالبان : د سولې په مذاکراتو کې ګډون نه کوو

په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو هیلې یو ځل بیا په اوبو لاهو شوې.

445444
طالبان : د سولې په مذاکراتو کې ګډون نه کوو

طالبانو په افغانستان کې د سولې په مذاکراتو کې د ګډون نه ډډه وکړه. طالبانو اعلان وکړ تر کومه چې ددوې شرطونه ونه منل شي د سولې په مذاکراتو کې به ګډون ونکړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي خبري رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې سولې په مذاکراتو کې به ګډون ونکړي . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبان د سولې په مذاکراتو کې د ګډون په موخه خپل استازی نه استوي.

په خبرپاڼه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ً د یو پلو نه امریکا افغانستان ته تازه دمي سرتیري استوي، افغان ځواکونه د هیواد په مختلفو سیمو کې د عملیاتو کړۍ لا پسې پراخه کړي دي او د بله پلوه د سولې د مذاکراتو نه یادونه کیږي. دا دوه متضاد حرکتونه دي .

همداشان ویل شوي دي چې د طالبانو سیاسي دفتر د څلوراړخیزو غونډو او مذاکراتو په اړه د هڅو د پیل راهیسې په جریان کې ندی اچولی .ً

طالبانو ویلي دي چې ددوی مشر ملا منصور هیچا ته پدې مذاکراتو کې د ګډون دنده نده سپارلې او پدې اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نلري.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي دي تر کومه چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه بهر نشي، ددوی غړي د زندانونو نه خلاص نشي او د تور لست نه ددوی نوم پاک نشي په مذاکراتو کې به ګډون ونکړي.



اړوند خبرونه