كوچني مرتضى ته د تركيې نه ډالۍ!

تېره مياشت د غزني له ولايته د مرتضى احمدي په نامه كوچني ماشوم چې د پلاستيكي كڅوړې نه يې د نړۍ د نامتو فوټبالر ليونل ميسي د ملي لوبډلې يونيفورم جوړ كړى وو او په دې ډول يې په ټوله نړۍ كې د ټولنيزې مېډيا پام ځانله راړولى وو، د تركيې نه هم ډالۍ ترلاسه كړه.

445031

په تركيه كې د `` سولې د توپ`` په نامه يوې ټولنې مرتضى احمدي ته د فوټبال د يونيفورمونو، توپونو او بوټانو يوه كارتن ولېږلو تر څو دا كوچنى ماشوم تشويق كړي.

د تركيې د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس ددې هېواد د فرات د پوهنتون يو تن استاد دوكتور صباح الدين دوېوېجي اوغلو د الازېغ په ولايت كې د فوټبال د مينه والو په مرسته كې كوچني مرتضى ته د فوټبال وسايل ولېږل چې په كابل كې د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې `تيكا` له لورې نوموړي ته وركړل شول.

صباح الدين وويل چې ددې ډالۍ نه موخه فوټبال ته د ۵ كلن مرتضى تشويق او د ميسي سره د نوموړې د ليدنې د زمېنې برابرول دي.

د يادولو وړ ده چې د نړۍ د فوټبال ستوري ليونل ميسي هم د مرتضى احمدي لپاره خپل لاسليك شوى يونيفورم لېږلى وو.

اړوند خبرونه