له هند او روسيې وروسته دا ځل وار د چين دى

افغان نظامي مقامات د وسلو او نظامي وسايلو په هغه لست كار كوي چې ټاكل شوې ده د چين د هېواد لخوا افغانستان ته وركړل شي.

444329
له هند او روسيې وروسته دا ځل وار د چين دى

افغان نظامي مقامات د وسلو او نظامي وسايلو په هغه لست كار كوي چې ټاكل شوې ده د چين د هېواد لخوا افغانستان ته وركړل شي.

د دفاع د وزارت د وياند مرستيال محمد رامنش وويل چې په دې اړه يوې كمېټې ته دنده سپارل شوې ده چې په يوه اونۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو د اړتيا وړ وسلو او نظامي وسايلو لست برابر او بيا د چين هېواد ته وركړي.

ټاكل شوې ده چې ده چينايي مقامات به د تيار شوي لست په اساس د افغانستان د ملي اوردو سره نظامي مرسته وكړي.

څو ورځې وړاندې د چين د هېواد د وسله والو ځواكونو لوى درستيز فانګ فينګاوى د كابل نه د ليدنې پر مهال د افغان حكومت سره د نظامي مرستې لپاره تيارى ښودلى وو. د افغانستان د ملي امنيت د شورا مشاور محمد حنيف اتمر د چين د لوى درستيز نه غوښتنه كړې وه چې امنيتي ځواكونو سره دې د وسلو او نظامي وسايلو په برخه كې مرسته وكړي.

اتمر د چينايي مقاماتو نه غوښتي ول چې د دوى سره د ترانسپورټي الوتكو، سيار رادار، نظامي يونيفورم او داسې نورې مرستې وكړي.

دا په داسې حال كې ده چې د چين دولت پخوا اعلان كړى وو چې د افغان امنيتي ځواكونو نه د ملاتړ په موخه يې ۷۰ ميليونه ډالره جلا كړي دي.

افغان مقاماتو پخوا د روسيې او هند هېوادونو ته هم د نظامي اړتياو په اړه لست وركړى وو چې هند ورته څلور چورلكې او روسيې ۱۰ زره ميله كلاشينكوف ډوله ماشينګڼه وركړې وې.



اړوند خبرونه