د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره تيارى

په افغانستان كې د طالبانو سره د خبرو اترو د دويم پړاو د پيل لپاره د تياري په موخه د پاكستان د وسله والو ځواكونو لوى درستيز جنرال رحيل شريف كابل ته رسمي سفر ترسره كوي.

362741
د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره تيارى

ټاكل شوې ده چې رحيل شريف به د يو لوړپوړي پلاوي په ملتيا په كال كې د افغان چارواكو سره د سولې په اړه خبرې اترې وكړي.
د پاكستاني رسنيو د معلوماتو په اساس په دې ليدنه كې به د دواړو هېوادونو چارواكي د سولې د خبرو اترو د پيل نېټه هم وټاكي. د خبرو اترو د دويم پړاو د پيل په اړه، له اسلام آباده د ولسمشر محمد اشرف غني د رسمي ليدنې پر مهال د دواړو خواو ترمېنځ هوكړه شوې وه.
د خبرو اترو په لومړي پړاو كې د امريكا د متحدو ايالتونو او چين د هېوادونو استازو د ناظرينو په توګه ګډون كړى وو خو داسې ويل كيږي چې د خبرو اترو په دويم پړاو كې د نورو هېوادونو ناظرين هم ګډون ولري.
تر اوسه پورې د طالبانو لخوا د خبرو اترو د پيل په اړه څه نه دي ويل شوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه