د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور ټپي شو

د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د ټپي کیدو ادعا شوې ده

398926
د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور ټپي شو

د طالبانو مشر محمد اختر محمد منصور د ټپي  کیدو ادعا شوې ده . ویل کیږي  ملا منصور  د پاکستان د کوټې په ښار کې په اورلګیدنه کې ټپي  شوی دی.

  د افغانستان د ملي وحدت د حکومت  اجراییوي  ریس  ډاکټر الله  د طالبانو د مشر ملا منصور د ټپي  کیدو  پخلی کړی دی  او ویلي دي چې نوموړی  د پاکستان د کوټې په ښار کې ټپي شوی دی . 

ادعا د افغانستان د سیمه ایزو خبري رسنیو لخوا شوې ده.

طالبانو بیا  دا  ادعا په کلکه توګه رد کړې او دا يي  د استخباراتي کړیو  تبلیغات  بللي دي. 

د طالبانو ویاند د ټویټر له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا ادعا په کامله توګه  حقیقت  نلري . 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه