قزاقستان ته د ولسمشر غني سفر

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښين د يو لوړپوړي پلاوي په ملتيا د قزاقستان هېواد ته روان شو.

367368
قزاقستان ته د ولسمشر غني سفر

ټاكل شوې ده چې ولسمشر به له دې هېواده په دوه ورځنۍ ليدنه كې د يو لړ سياسي او اقتصادي چارو په اړه بحث او خبرې اترې وكړي.
د ارګ نه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې ولسمشر به د خپل قزاقي سيال سره د ليدنې سربېره په سياسي او اقتصادي برخو كې يو شمېر پروتوكولونه هم لاسليك كړي.
ولسمشر غني به په پلازمېنه آستانه كې د نظربايف په پوهنتون كې يو شمېر محصلينو ته وينا هم واوري. همداراز به د افغانستان او قزاستان د سوداګرو او پانګه والو په ګډه كاري غونډه كې هم ګډون وكړي.
ټاكل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ به د اداري فساد سره د مبارزې، د ډپيلوماسۍ او د غنمو د پېرودلو په برخو كې اړوند پروتوكولونه هم لاسليك شي.
په دې سفر كې د ولسمشر سره د بهرنيو چارو، كرنې او مالدارۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزيران، د ملي امنيت ريس او يو شمېر نور كسان هم ګډون وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه