په افغانستان کې د داعش ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالئ کې د داعش ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

411542
په افغانستان کې د داعش ډلې  ته ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان ملي اردو ځواکونو په اچین ولسوالئ کې د داعش د ډلې پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه د داعش جنګالي وژلي دي.
د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې عملیاتو کې د داعش ډلې ته د پام وړ ځاني او مالي زیان اوښتی دی.
هغه ویلي دي چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ډلې اړوند مخابراتي مرکز هم ویجاړ کړی شوی دی. هغه ویلي دي چې داعش ډلې به ددې مخابراتي مرکز له لارې د سوریې او عراق نه د خپلو مشرانو نه امرونه او د بریدونو لارښونې ترلاسه کولې.
د یادولو وړ ده چې داعش ډلې د نږدې یو کال راهیسې په افغانستان کې په ترهګریزو فعالیتونو پیل کړی دی چې تر ټولو زیات يي په ننګرهار ولایت کې ریښې ځغلولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه