د ۱۰۰۰ د زياتو افغانانو شكمن قاتل ونيول شو.

د هالنډ د هېواد عدلي چارواكو يو تن افغان چې څه باندې ۳۵ كاله وړاندې د څه باندې ۱۰۰۰ تنو افغانانو په وژنې تورن دى، نيولى دى.

406304
د ۱۰۰۰ د زياتو افغانانو شكمن قاتل ونيول شو.

د بشري حقونو د څارونكو د معلوماتو په اساس دا كس صادق علم نوميږي چې په ۱۹۷۹م ميلادي كال كې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل سره سم د كونړ په ولايت كې د يو كلي ۱۰۰۰ تنه ملكيان وژلي دي.
صادق علم كلونه وروسته د ۲۰۱۵ كال د اكتوبر په ۲۷مه نېټه د خونړۍ عاموژنې په تور د هالنډ د رېتردام په ښار كې د پوليسو لخوا ونيول شو.
د بشري حقونو د راپور له مخې صادق علم چې د كونړ په ولايت كې يو نظامي افسر وو ددې ولايت د كرالا پر كلي باندې د مجاهدينو د بريدونو نه وروسته د انتقام په پار د كلي شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وګړي د بيلدوزر په واسطه وژلي دي.
نوموړى په ۱۹۹۰م كال كې هالنډ ته تللى دى چې په ۲۰۰۸م كال كې د قربانيانو د كورنيو لخوا پرې دعوا شوې وه.
داسې ويل كيږي چې د عاموژنې په سيمه كې اوس هم ټوليز قبرونه موندل شوي دي. پخوا د بشري حقونو كميسيون ددې قبرونو د شتوالي پخلى كړى وو خو د عاملينو په اړه يې كره اسناد په لاس كې نه درلودل.
دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د جګړې يو تن جګړه مار په اروپا كې د عاموژنې په تور محاكمه كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه