په کابل کې د خونړئ فاجعې مخه ونیول شوه

د افغانستان د ملي‌ استخباراتو په کابل کې د یوې خونړئ‌ پیښې مخنیوی وکړ

388309
په کابل کې د خونړئ فاجعې مخه ونیول شوه

د افغانستان  د ملي‌ استخباراتو ریاست  په کابل کې د یو تن ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ چې د خونړي‌ برید هوډ  يي  درلود  د نیولو نه خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي‌ استخباراتو د ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې  ددوی منسوبینو په پلازمینه کابل کې  یو تن ځانمرګي‌ برید کوونکی  چې  د پولیسو په اتمې حوزې  د برید  پلان  درلود  خپلې  شومې موخې ته د رسیدو نه د مخه ونیو.

په خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې  برید کوونکی  د چاودیدونکو توکو سره  یو ځای  باالفعل  نیول شوی دی . برید کوونکي‌ په لومړنیو څیړونو کې  دا منلې ده چې  د حقاني‌ د شبکې لخوا  د ځانمرګیو بریدونو ، چاودنو او بریدونو په برخه کې  روزل شوی دی او په پولیسو  د برید په موخه کابل ته رالیږدول شوی وو.

ملي‌ امنیت ویلي‌‌ دي‌ چې  برید کوونکي‌ غوښتل  یو ځل بیا  زموږ په لسګونو بې ګناه هیوادوالو په وینو لټ پټ  او په لسګونو کورنئ‌ د غم په ټغبر کینوي‌ چې خپلې موخې ته د رسیدو نه د مخه  ونیول شو.

د یادولو وړ ده چې  د افغانستان د ملي‌ امنیت  ریاست  دوه ورځې د مخه هم  دوه تنه ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ چې  د کابل د پولیسو د اتمې حوزې په مربوطاتو کې  د پولیسو په روزنیز مرکز  د برید هوډ  درلود  د تثبتولو نه وروسته  ووژل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه