د ارګ په پخلنځي كې دوه جسدونه موندل شوي.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس د ارګ په پخلنځي كې د دوو تنو جسدونو پاتې شوې موندل شوي دي. موندل شوي هډوكې او د سر كوپړۍ عدلي طب ته لېږل شوي دي.

350485
د ارګ په پخلنځي كې دوه جسدونه موندل شوي.

ويل كيږي چې دا هډوكي د لومړي نمبر قصر په آشپزخانه كې د ځمكې لاندې د ۲نيم متره ژوروالي سره موندل شوي دي.
تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې جسدونه د كومې دورې پورې اړه لري.
د ارګ نه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې ددې جسدونو د پېژندې او دفن لپاره يې د عدلي طب، كورنيو چارو د وزارت او د بشر د حقونو د ادارې په ګډون ګډ كميسون جوړ كړى دى. د جسدونو د پېژندل كېدو وروسته به كورنيو ته وسپارل شي او كورنۍ يې ونه موندل شوه د دولت لخوا به خاورو ته وسپارل شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرو ۵۰ كلونو په اوږدو كې د يو زيات شمېر سياسي وژنو شاهده وه.
څو كاله وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد داوود خان او كورنۍ جسدونه هم په ارګ كې موندل شوي ول چې بيا وروسته خاورو ته وسپارل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه