ناټو په افغانستان د بهرنیو جنګیالیو یو تن قومندان وواژه

د افغانستان په ختیځ د کنړ په ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو یو تن نامتو قومندان د ناټو په هوايي برید کې ووژل شو.

376407
ناټو په افغانستان د بهرنیو جنګیالیو یو تن قومندان وواژه

د کابل د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د ناټو د ځواکونو اړوند جنګي الوتکو نن د سهار په ساعتونو کې په کنړ ولایت کې په ترهګرو هوايي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې د بهرنیو جنګیالیو یو تن نامتو قومندان ووژل شو. په څرګندونو کې راغلي دي چې په کنړ کې د نوموړي سربیره سربیره ۲۲ تنه طالبان مړه او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي وژل شوی قومندان زرقانوي نومیږي چې د غازي آباد ولسوالۍ د څوکۍ په دره کې وژل شوی دی .
د بله پلوه د کنړ ولایت ویاند غني مصمم هم د یادې شوې پیښې پخلی کړی دی.
همداشان د افغانستان د وسله والو ځواکونو د ۲۰۱ سیلاب فرقې لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې نږدې ۴۰۰ تنو طالبانو د کنړ د ناړې په ولسوالۍ برید وکړ چې په شا تنبول شوي دي.
په څرګندونو کې راغلي دې چې طالبانو پرون سهار په ناړۍ ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو او دولتي ارګانونو بریدونه پيل کړ چې د وسله والو ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې په شاه وتنبول شول.
د بریدونو نه وروسته وسله والو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ په سیمه عملیات پیل کړل چې له امله يي ۲۲ تنه طالب اورپکي مړه او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي. پدې جګړه کې د افغانستان د ملي اردو د یو تن سرتیري د وژل کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی .



پيوندونه:

اړوند خبرونه