طالبانو دا ځل ددوي پر خلاف د پاڅون کوونکو مشر وواژه

د افغانستان د غزني په ولایت کې د طالبانو پر خلاف د پاڅون کوونکو عمومي قومندان د ۶ تنو نورو سره ووژل شو.

371186
طالبانو دا ځل ددوي پر خلاف د پاڅون کوونکو مشر وواژه

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي خبري رسنیو ته ویلي دي چې وسله والو طالبانو تیره شپه د اندړ په ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو د مرکزونو نه د پوستې منار په نامه په مرکز برید وکړ چې د پاڅون کوونکو د عمومي قومندان په ګډون ۷ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ.
نوموړي ویلي دي چې پدې برید کې ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د غزني مرستیال والي ویلي دي لومړی طالبانو د پاڅون کوونکو په مرکز برید وکړ. کله چې د پاڅون کوونکو مشر عبدالله د نورو کسانو سره غوښتل چې د خپلو ملګرو مرستې ته راشي په لاره کې په بمي برید وشو. په برید کې عبدالله د خپل یو تن ساتونکي سره ووژل شول.
نوموړي د قومندان عبدالله مړینه په سیمه کې د طالبانو پر خلاف د خلکو د پاڅون لپاره یوه ستره ضایع وبلله . نوموړي ویلي دي چې طالبانو په غزني کې ددوې پر خلاف د خلکو د پاڅون د پيل د ورځې نه په کراتو مراتو په قومندان عبدالله مرګوني بریدونه وکړل خو خپل هدف ته ونه رسیدل.
د یادولو وړ ده چې د غزني د اندړو د ولسوالۍ خلکو ۴ کاله د مخه د طالبانو پر خلاف پاڅون او وسله واله جګړه اعلان کړه . پډې څلورو کلونو کې د اندړو د ولسوالۍ تر ۲۰۰ زیاتو کسانو د پاڅون په ترڅ کې ژوند د لاسه ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه