په افغانستان کې د داعش زړه بوږنوونکی قتل عام

د داعش ډلې دا ځل په افغانستان کې یو زړه بوږنوونکی قتل عام ترسره کړ.

322297
په افغانستان کې د داعش زړه بوږنوونکی قتل عام

د داعش ډلې په افغانستان کې لس تنه طالبانو ته د جاسوسۍ په تور په ډیره بې رحمانه او ضد انساني توګه په قتل ورسول.
د داعش ډله چې په وژنو او قتل عامونو کې هره ورځ د نوو نوو میتودونو نه کار اخلي دا ځل يي ۱۰ تنه په ماینونو ولوزول.
د داعش لخوا په خپره شوې ویدیو کې ښکاري چې لومړی د نوموړو کسانو د هر یو تن لپاره په مځکه کې ماینونه ځای په ځای کیږي.
وروسته دا کسان راوړل کیږي او ماینونو د پاسه کینول کیږي. وروسته دا ټول کسان په ماینونو الوزول کیږي.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت په افغانستان کې د داعش یو زیات شمیر مشران ووژل شول.
په افغانستان کې د داعش د مشرانو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې یو داسې لوی قتل عام ترسره کوي.
همداشان داعش وخت نا وخته د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سره مخامخ نښتې هم کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه