د حقاني د شبکې مشر هم ومړ
د حقاني د شبکې مشر جلال الدین حقاني هم ژوند دلاسه ورکړ
د یادولو وړ ده چې د حقاني د شبکې د مشر جلال الدین حقاني د مړینې خبر د ملا عمر د مړینې د خبر د خپریدو نه یوه ورځ وروسته خپور شو.
د پاکستان د ډان نیوز د پیښور څانګې مشر علي اکبر ویلي دي چې د طالبان د جلال الدین حقاني د مړیني خبر هم تایید کړ.
د ویلو ده چې د جلال الدین حقاني د مړینې خبر ددینه وړاندې څو څو ځله خپور شوی وو خو په رسمي ډول يي پخلی نه وو شوی.
د یادولو وړ ده چې جلال الدین حقاني د حقاني د شبکې بڼسټ ایښودونکی او د طالبانو د مشهورو قومندانانو نه یو وو چې د امریکا په تور لست کې هم نوم شامل وو.
د طالبانو یوې سرچینې ویلي دي چې جلال الدین حقاني یو کال د مخه د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړی او د افغانستان د خوست په ولایت کې خاورو ته سپارل شوې دی.
د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپریدو او د طالبانو لخوا د تایید نه وروسته تیره ورځ ملا اختر محمد منصور د ملا عمر ځای ناستی او د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني د هغه د مرستیال په توګه وټاکل شو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی