د هلمند په مرکز لشکرګاه کې زوروره چاودنه وشوه

د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې د پولیسو د مرکز تر څیرمه زوروره خونړۍ چاودنه وشوه

325476
د هلمند په مرکز لشکرګاه کې زوروره چاودنه وشوه

د افغانستان د هلمند په ولایت کې د پولیسو د مرکز ترڅیرمه چاودنه وشوه.
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې د پولیسو د مرکز تر څیرمه یوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله يي ۲ تنه ملکي وګړي مړه او ۵۱ تنه نور ټپیان شول.
د ځواک په وینا چاودنه د موټر په مټ شوې ده .
د پیښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي. د پیښې ټپیان په سیمه کې نږدې روغتونونو ته رسول شوي دي.
د بله پلوه عیني شاهدانو ادعا کړې ده چې برید د ځانمرګي برید کوونکي لخوا شوی دی. عیني شاهدانو ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي هڅه کوله چې د پولیسو مرکز ته ننوځي چې د پولیسو لخوا ووژل شو.
د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه