طالبانو په ناروې کې د افغانستان د میرمنو د استازو سره لیدنه وکړه

د طالبانو د سیاسي دفتر هیت د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د افغانستان د میرمنو د استازو سره لیدنه وکړه

293319
طالبانو په ناروې کې د افغانستان د میرمنو د استازو سره لیدنه وکړه

د طالبانو سیاسي هیت د ناروی په پلازمینه اوسلو کې د افغانستان د میرمنو د استازو سره لیدنه وکړه .
د ناروی په مطبوعاتو کې د خپرو شوو خبرونو له مخې د طالبانو هیت په اوسلو کې د تیرې چار شبنې په ورځ دوو ورځو لپاره د افغانستان د میرمنو د استازو سره لیدنه وکړه .
پدې لیدنه کې د افغانستان د میرمنو په استازیتوب د ولسي جرګې غړیو شکریه بارکزۍ او فوریه کوفي او د سولې د شورا غړې هوا علم نورستانۍ ګډون کړی وو.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو سیاسي هیت پدې وروستیو کې په غیرې رسمي لیدونو کتنو پیل کړی دی .
د بله پلوه د افغانستان د سولې عالي شورا د نوموړې لیدنې په اړه خوشبني څرګنده کړې ده او ویلي دي چې پدې لیدنه کې به د طالبانو هیت د افغان میرمنو د استازو سره د ښځو په حقوقو او په ټولنه کې د ښځو په ونډه خبرې وکړي.
د بله پلوه طالبانو هم د یادې شوې لیدنې پخلی کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ددوی د سیاسي دفتر یو هیت په ناروې کې د افغاني ټولنو د ځینو غړیو سره لیدنه کړې ده .
مجاهد ویلي دي چې دا لیدنه د سولې د مذاکراتو په چوکاټ کې نه بلکې یواځې د افغانستان د خلکو د نظرونو د اوریدو په خاطر ترسره شوې ده . په خبر پاڼه کې راغلي دي چې اسلامي امارت غواړي چې د هیواد د سولې ، ثبات او هوساینې په خاطر د افغان ولس د هر وګړي سره لیدنه وکړي ، د هغوې نظریې واوري او خپلې نظرې ورته واوروي.
اسلامي امارت غواړي چې خپلې نظریې د هیواد د ټولو سیاسي څیرو تر غوږونو ورسوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه